د پاکستان د علماوو کنفرانس؛ پر افغانستان د پوځي تګلارې، کورنیو قوانینو او بې‌امنۍ سختې نیوکې شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (ف) د مشر مولانا فضل‌الرحمن په مشرۍ، د «پاکستاني امت یووالي» تر عنوان لاندې د علماوو په کنفرانس کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر روان وضعیت، پوځي سیاستونو او کورنیو قوانینو جدي نیوکې وشوې. ګډونوالو له کابل او اسلام‌اباد وغوښتل چې خپلمنځي ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او د ښه ګاونډیتوب د اصولو پر بنسټ د سولې لپاره هڅې زیاتې کړي.

مولانا فضل‌الرحمن په خپله وینا کې د پاکستان پر پوځ نیوکه وکړه او ویې ویل، که پاکستان هند او ایران ته دا حق نه ورکوي چې په دې هېواد کې عملیات وکړي، نو خپله ولې په افغانستان کې پوځي اقدامات توجیه کوي. هغه زیاته کړه، ستونزه د دوو دولتونو ترمنځ ده، خو زور پر بې‌وسه افغان مهاجرینو اچول کېږي.

د کنفرانس نورو ویناوالو، د بلوچستان او خیبرپښتونخوا د بدامنۍ، د «خارجیت» تر نامه لاندې د خلکو د وژنو او د حکومت د کمزوري حاکمیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

په ګډه اعلامیه کې د پاکستان مذهبي او دیني مشرانو یو شمېر کورني قوانین او تګلارې، لکه سودي نظام، د ۱۸ کلونو نه د کم عمر د واده ممانعت، د ټرانسجینډر قانون، چارواکو ته ځانګړې معافیتونه، له افغانستان سره شخړه او غزې ته د پوځ د لېږلو بحثونه، د اسلامي اصولو خلاف وبلل. علماوو سپارښتنه وکړه چې حکومت دې له دغو کړنو بېرته راوګرځي، د دواړو هېوادونو ترمنځ دې لوړپوړي پلاوي خبرې وکړي او دوه‌اړخیزې سوداګرۍ ته دې بیا زمینه برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button