د مهاجرینو کمېسیون: د بېلابېلو لارو ۴۲۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او لسګونه میلیونه افغانۍ مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې د دوشنبې په ورځ د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، ورېښمو او اسلام‌کلا له لارو ټولټال ۴۲۰ کورنۍ (۲۱۶۷ کسان) په اجباري ډول هېواد ته راستانه او ثبت شوي دي.
د راپور له مخې، د راستنو شویو مهاجرینو له ډلې ۵۱۲ کورنۍ (۲۷۷۷ کسان) د ترانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي ډول انتقال شوې دي، چې د کرایې په توګه ورته څه باندې درې میلیونه افغانۍ ورکړل شوې دي. همداراز د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۲۵ کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي.
کمېسیون زیاتوي، چې راستنو شویو مهاجرینو ته د روغتیا، غذا، مخابراتو او عامه پوهاوي په برخو کې هم خدمات وړاندې شوي دي.
د راپور له مخې، ۴۶۶ سیمکارتونه په وړیا ډول وېشل شوي، سلګونه کسان تداوي شوي او زرګونه خوراکه ډوډۍ هم پر مهاجرینو وېشل شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button