د عاصم منیر او خلیفه حفتر لیدنه؛ پاکستان د لیبیا ملي پوځ ته د وسلو ورکولو هوکړه کړې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، پاکستان د لیبیا له ملي پوځ سره د څه باندې ۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو د پېرلو یوه مهمه هوکړه کړې ده.

راپور زیاتوي، چې دغه هوکړه د لیبیا په بنغازي ښار کې د پاکستاني پوځ د لوی درستیز “عاصم منیر” او د لیبیا د وسله والو ځواکونو د قومندان ” خلیفه حفتر” ترمنځ لاسلیک شوې ده.

سره له دې چې ملګرو ملتونو پر لیبیا د وسلو د پېر پلور بندیز لګولی؛ خو ښایي دا تازه هوکړه د نړیوالو د غبرګونونو لپاره زمینه برابره کړي.

د لیبیا ملي پوځ د دغې هوکړې پخلی کړی؛ خو د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

په لیبیا کې دا مهال دوه جلا حکومتونه واکمن دي؛ یو د ملګرو ملتونو تر ملاتړ لاندې په لویدیځ کې فعالیت کوي، بل بیا د صدام حفتر تر مشرۍ لاندې په ختیځ او سویل واکمني لري، چې د ملګرو ملتونو له ملاتړه برخمن حکومت په رسمیت نه‌ پېژني او وخت نا وخت یې ترمنځ نښتې هم کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button