افغان سفیر او د پولنډ ځانګړي استازی د افغانستان پر سیاسي وضعیت او بشري مرستو خبرې کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
په قطر کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې په دوحه کې افغان سفیر محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د پولنډ له ځانګړي استازي ویتولد سوبکو سره کتلي دي.
د سفارت د معلوماتو له مخې، دغه کتنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو په موخه ترسره شوې ده.
سرچینه وايي، په دې ناسته کې په پولنډ کې مېشتو افغانانو ته د قونسلګرۍ د خدماتو، د افغانستان پر اوسني سیاسي وضعیت، بشري مرستو او د دواړو لورو ترمنځ د متقابل تفاهم پر لارو چارو خبرې اترې شوې دي.
د سفارت د معلوماتو له مخې، دواړو لوریو ټینګار کړی چې د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره باید نړیوال تعامل او د پولنډ په ګډون د بشري مرستو بهیر دوام ولري.



