جاپان له ۱۵ کلن ځنډ وروسته تر ټولو لویه اټومي بټۍ بېرته فعالوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د جاپان حکومت اعلان کړی، چې د دغه هېواد تر ټولو لویه اټومي برېښنا بټۍ «کاشیوازاکي–کاریوا» به له نږدې ۱۵ کلن ځنډ وروسته بېرته فعاله شي.

یاده بټۍ د ۲۰۱۱ کال د فوکوشیما اټومي ناورین وروسته تړل شوې وه.

چارواکي وایي، چې جاپان یوازې تېر کال شاوخوا ۶۸ میلیارد ډالره د مایع ګاز او سکرو پر وارداتو لګولي او د اټومي بټیو بیا فعالول به د بهرنیو سون‌توکو پر ځای د کورني تولید ملاتړ برابر کړي.

د دې پرېکړې هدف د انرژۍ د وارداتو لګښت کمول او د انرژۍ د خپلواکۍ پیاوړتیا بلل شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button