لوړو زده کړو وزارت د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د طب پوهنځي لابراتوار پرانیست

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د لوړو زده کړو وزارت له خوا د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د طب پوهنځي د نوې لابراتوار د پرانیستې مراسم ترسره شول.

د پرانيستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزير مولوي نداء محمد نديم وويل، چې له شته وسایلو باید پر ځای، معیاري او اغېزمنه استفاده وشي، او د لابراتوار په فعالېدو سره به د هېواد له متخصصو ډاکټرانو سره تخنیکي او مسلکي اړیکې پراخې شي، تر څو د زده‌کړو کیفیت لوړېدو ته زمینه برابره شي.

د پوهنتون سرپرست رئیس ډاکټر رفیع‌الله عطاء او استادانو د لابراتوار د جوړېدو لپاره ځانګړې هڅې وستایلې.

د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال قاري عبدالستار حیدري وویل، چې په دغه لابراتوار شاوخوا ۳۵ میلیونه افغانۍ لګښت شوي، چې پکې پرمختللي طبي وسایل، د معایناتو مواد، میزونه او څوکۍ شامل دي.

دغه لابراتوار د طب پوهنځي د طبي ټکنالوژۍ او مایکروبیولوژۍ څانګو لپاره جوړ شوی او د مالیکولر بیالوژۍ، بکتریالوژۍ او پرازیتولوژۍ په برخو کې به محصلینو ته عملي زده‌کړې او خدمات وړاندې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button