د ۱.۸ میلیارد افغانیو په لګښت د جوزجان قوش‌تېپې او درزاب ته د برېښنا رسونې تړون لاسلیک شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې، نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د اوبو او انرژۍ وزارت او یوه خصوصي شرکت ترمنځ د جوزجان ولایت قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې د پروژې تړون لاسلیک شو.

د مسوولینو په وینا، پر دې پروژه شاوخوا ۱.۸ میلیارد افغانۍ لګښت راځي، چې د ۲۸.۴ میلیونه امریکايي ډالرو معادل دي او چارې به یې په درېیو کلونو کې بشپړې شي.

د پروژې له مخې به د ۸۵.۲۴ کیلومترو په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي وغځول شي او په قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو کې به دوه سب‌سټېشنونه او دوه توزیعي شبکې جوړې شي.

دغه پروژه د سیمې د برېښنايي زیربناوو د پیاوړتیا په موخه پلې کېږي او په بشپړېدو سره به زرګونه کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button