د ليبيا د پوځ مشر محمد علي الحداد او ورسره مل پلاوی په ترکيه کې وژل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د لیبیا یوه حکومتي الوتکه چې د ترکیې له انقرې څخه د طرابلس پر لور د بېرته ستنېدو په حال کې وه، له پورته کېدو څو شېبو وروسته د تخنیکي ستونزې له امله لوېدلې ده.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې په الوتکه کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، په لوېدلې فالکن الوتکه کې د لیبیا د پوځ مشر جنرال محمد علي احمد الحداد، د ځمکني پوځ مشر او د پوځي مهماتو مشر په ګډون پنځه تنه سپاره وو، چې ټولو ژوند له لاسه ورکړی دی.
الحداد د ترکیې د دفاع وزیر په بلنه انقرې ته په رسمي سفر تللی و.
ترکي چارواکي وایي چې د پېښې د لاملونو د معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې دي.
د لیبیا رسمي سرچینو هم د خپلو لوړپوړو پوځي چارواکو د وژل کېدو خبر تائید کړی دی.



