هند افغانستان سره نږدې ۹.۸ میلیونه ډالره روغتیايي مرستې ژمنې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي وایي، چې هند ته د هغه د رسمي سفر پر مهال د افغانستان د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا لپاره د نږدې ۹.۸ میلیونه ډالرو مرستو ژمنې شوې دي. نوموړي دا څرګندونې له هند څخه تر راستنېدو وروسته په یوه خبري کنفرانس کې له رسنیو سره شریکې کړې.
د عامې روغتیا وزیر زیاته کړه، چې په دغو مرستو کې ۵ میلیونه ډالر د بېلابېلو واکسینونو لپاره، ۳ میلیونه ډالر د سرطان ناروغانو د درملنې لپاره د راډیوتراپۍ ماشین، ۱ میلیون ډالر د سرطان درملو، ۳۰۰ زره ډالر د سيټيسکن ماشین او ۵۰۰ زره ډالر د یوه روغتون او د تلسیمیا د ځانګړي مرکز د جوړولو لپاره ځانګړي شوي دي.
نوموړي وویل، چې هند ته یې رسمي سفر د روغتیا په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا نوی پړاو دی او په دې سفر کې د ارزانه او باکیفیته درملو د برابرولو، د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، افغان ناروغانو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او د دودیزې درملنې د معیاري کولو په اړه هم مهمې هوکړې شوې دي.



