تهران کې د افغانستان او ایران د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

په تهران کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست، مولوي فضل محمد حقاني، د ایران د چابهار د ازادې اقتصادي سیمې د مشر ډاکټر محمد سعید اربابي په بلنه چابهار ته سفر کړی او ورسره یې لیدنه کړې ده.

د سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراخولو، د چابهار د ازادې سیمې له ظرفیتونو څخه د اغېزمنې استفادې، د افغانستان د صادراتو د اسانتیا او د سوداګرۍ د کچې د لوړولو په اړه خبرې شوې دي.

همداراز، په دې لیدنه کې د ترانزیټ د پراختیا، د سوداګریزو ستونزو د حل او د افغانستان او ایران ترمنځ د دوامدارو اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button