له هراته تاجکستان ته د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د صنعتي ماشینونو لومړنۍ محموله صادره شوه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د هرات ولایت څخه د لومړي ځل لپاره د صنعتي ماشینونو او دستګاوو یوه محموله تاجکستان ته صادره شوه.
د هرات د والي دفتر په خبرپاڼه کې ویلي، دغه صادرات د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین، د هرات د محلي چارواکو او صنعتکارانو په حضور کې ترسره شول او پکې د ګچ او سمنټو فابریکو لپاره ځانګړي ماشینونه شامل دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ویلي، اسلامي امارت د صنعتکارانو او پانګهوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي، چې له امله یې د هېواد د کورنیو تولیداتو د صادراتو کچه شاوخوا دوه میلیاردو ډالرو ته رسېدلې ده. د معلوماتو له مخې، د دې صادراتي تړون ټولیز ارزښت ۸۰ میلیونه او ۴۵۰ زره افغانۍ دی.
خبرپاڼه کې راغلي، چې په لومړي پړاو کې د ۲۳ میلیونه او ۴۵۰ زره افغانیو په ارزښت یوه محموله تاجکستان ته لېږدول شوې ده.
همداراز، د دژ فولاد صنعتي شرکت مسوولینو ویلي، چې په دغه فابریکه کې شاوخوا ۵ میلیونه ډالر پانګونه شوې او نږدې ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.



