حماس: اسرائیل د تړون دوهم پړاو ته د تګ مخه نیسي او سرغړونو یې سلګونو فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د حماس د سیاسي دفتر غړي ډاکټر باسم نعیم د «فلسطین» ورځپاڼې ته ویلي، اسرائیلي اشغالګر هڅه کوي د تړون دوهم پړاو ته د تګ مخه ونیسي، ځکه دغه پړاو د اسراییلي پوځ پر بشپړ وتلو، د لارو پرانیستو او د بیارغونې پر پیل اسرائیل مکلفوي.

نوموړي زیاته کړې، اشغالګر لا هم د لومړي پړاو اړوند بندونه تر پښو لاندې کوي او د عملي کېدو په برخه کې ځنډ او خنډونه جوړوي.

باسم نعيم په وینا، د اسرائیلي سرغړونو له امله تر اوسه له ۴۱۰ ډېر فلسطینیان شهیدان شوي او نږدې زر نور ټپیان دي، سربېره پر دې ودانۍ نړول شوي، بنسټیزې زېربناوې ویجاړې شوې او مرستې او بیارغونه لا هم ځنډول کېږي.

هغه وویل، اسرائیل د رفح پوله تړلې ساتلې، حال دا چې د تړون له مخې باید د ژوندي اسیرانو تر سپارلو وروسته پرانیستل شوې وای.

باسم نعیم همداراز وویل، د منځګړو او امریکایي لوري ترمنځ په میامي کې شوې خبرې مثبتې او رغنده وې، خو د دوهم پړاو پیل د امریکا د فشار پر کچې تړلی دی.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د نړیوال ثبات ځواک په اړه تر اوسه کوم روښانه پرمختګ نشته او که هر ډول نړیوال ځواک غزې ته راځي، رول یې باید یوازې د اوربند څارنه، د شخړې مخنیوی او راپور ورکول وي، نه دا چې د غزې دننه یا د فلسطین په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button