د مهاجرينو کميسيون: د بېلابېلو لارو ۶۹۳ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د ورځني راپور له مخې، د سه‌شنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۶۹۳ کډوالې کورنۍ، چې ۳۶۱۰ تنه غړي لري، په اجباري ډول هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. دا کډوال د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، ورېښمو لارې او اسلام کلا له لارې ننګرهار، کندهار، هلمند، نیمروز او هرات ولایتونو ته داخل شوي دي.

راپور زیاتوي، چې په همدې ورځ ۷۵۲ کورنۍ له سرحدي سیمو او کابل څخه بېلابېلو ولایتونو ته ولېږدول شوې، له ۴۱۱ کورنیو سره نغدي مرستې شوي، ۶۴۵ سیمکارتونه وېشل شوي او زرګونو کسانو ته روغتیايي، خوراکي، ترانسپورټي او عامه پوهاوي خدمات وړاندې شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button