ډېورنډ کرښې ته څېرمه د داعش د لوړپوړي غړي نیول کېدل؛ مجاهد- زموږ هغه ادعا ثابته شوه چې داعش په پاکستان کې مرکزونه لري

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
افغان حکومت وایي، چې د ډېورنډ کرښې ته څېرمه د داعش د یوه غړي نیونه د دوی د ادعا ثابته کړه چې یاده ډله په پاکستان کې مرکزونه لري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې داعش د ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته فعالیتونه لري او هغوی له وړاندې دا راپورونه خپاره کړي، چې په ګاونډي هېواد کې یادې ډلې ته خوندي پټنځایونه ورکړل شوي دي.
نوموړي ادعا کړې، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، ځینې ترهګریزې پېښې له کرښې هغې غاړې څخه پلان او مدیریت شوې دي.
مجاهد زیاتوي، چې د داعش ټولې ځالې باید له منځه یووړل شي او هغه هېوادونه چې لا هم له دې ډلې څخه د خپلو اهدافو لپاره استفاده کوي، باید خپل دریځ له سره وارزوي.
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د ترکیې دولتي رسنیو راپور ورکړ، چې د دغه هېواد استخباراتي ادارې (MIT) یو ترکي تبعه “مهمت ګورن” د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان په پوله نیولی دی.
د ویلو ده، چې پاکستان تر دې دمه د اسلامي امارت د ویاند وروستیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.



