پکتیکا کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۹ ښوونځي او یوه ديني مدرسه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د پوهنې وزارت له لوري د پکتیکا ولایت د فرضي کرښې اړوندو ولسوالیو کې د ۹ بابه ښوونځیو او یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ جوړې او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پوهنې وزارت وايي، یادو پروژو ته د مشرتابه له لوري ۸۰ میلیونه افغانۍ بودیجه منظوره شوې وه، چې له دې ډلې ۶۰ میلیونه افغانۍ د ښوونځیو او مدرسې د ودانیو په جوړولو ولګول شوې.
د پکتیکا والي ویلي، د دغو ودانیو پرانیستنه به د زدهکړو د ودې او د پوهنې د کیفیت په ښه کېدو کې مهم رول ولوبوي.
د یادونې ده، چې هره ودانۍ اته درسي ټولګي، احاطوي دېوال، د پاکو اوبو سیستم او نور اړین ملحقات لري.



