د الجزيرې شنونکې: ایران او اسرائیل د جګړې صفري ساعت ته نږدې شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د الجزیرې ستراتیژیکې تحلیلګرې ډاکټرې فاطمې صمادي ویلي، چې ایران او اسرائیل د مستقیمې جګړې صفري ساعت ته نږدې کېدونکي دي.
د هغې په وینا، د دواړو لورو ترمنځ ترینګلتیا او پوځي چمتووالی داسې پړاو ته رسېدلی، چې هره شېبه د جګړې د پیل امکان زیاتېږي.
نوموړې ټینګار کړی، چې د اسرائیلو پخوانۍ پوځي حملې پر ایران خپلې ستراتیژیکې موخې نه دي ترلاسه کړې.
د صمادي په وینا، د دغو بریدونو سره سره د ایران اټومي پروګرام په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی او تهران لا هم په دې برخه کې خپل ظرفیت ساتلی دی.
د الجزیرې دا شنونکې زیاتوي، چې ایران نه یوازې خپل دفاعي ځواک پیاوړی کړی، بلکې د بالستیک میزایلو شمېر او چټکتیا یې هم لوړه شوې ده.
د هغې په وینا، اسرائیل اوس د داسې ایران له احتمالي غچ سره مخ دی، چې هره شېبه کولی شي دغه رژیم د بالستیک میزایلو تر سخت برید لاندې راولي.



