په هند کې د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ نښته کې تر ۵۰ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د اسام ایالت په کاربي انګلونګ ولسوالۍ کې د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ په نښته تر ۵۰ زيات کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي رسنۍ وايي، په نښتو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او له ۵۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي، چې په ټپیانو کې پولیس هم شامل دي.
راپورونه وایي، چې دغه نښته وروسته له هغه رامنځته شوه، چې ځایي خلکو د ځمکو د غصب پر ضد لاریون وکړ. یاد لاریون په لومړي سر کې سولهییز و، خو وروسته په تاوتریخوالي واوښت او وضعیت له کنټروله ووت.
د معلوماتو له مخې، لاریونوالو د اعتراض پر مهال ګڼې هټۍ وسوځولې او د یوه ځایي چارواکي کور ته یې اور واچاوه.
همدارنګه، پر پولیسو ډبرې هم وویشتل شوې، چې له امله یې ګڼ امنیتي ځواکونه او ملکیان ټپیان شوي دي.



