زېلیسنکي: له امریکا هیله لرم چې د اوکرایین پر ځمکې او سرتېرو معامله ونه کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د اوکراین ولسمشر “ولادیمیر زېلینسکي” له امریکا غوښتنه کړې، چې د دغه هېواد پر خاوره او سرتېرو هېڅ ډول سیاسي معامله ونهکړي.
زېلینسکي ویلي، دوی له کلونو راهیسې د سولې خبرې ځکه نهدې کړي، چې د هېواد حاکمیت او د سرتېرو ژوند ورته مهم و.
هغه له اروپايي هېوادونو هم غوښتنه کړې، چې د اوکرایین د خلکو کلک ملاتړ ته دوام ورکړي او د روسیې د یرغل پر وړاندې یې یوازې پرېنږدي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د نړیوالو ملاتړ د اوکرایین لپاره حیاتي ارزښت لري او هر ډول معامله باید د اوکراین له ملي ګټو سره سمه وي.


