عبدالملک حوثي یمني ځواکونو ته: هېواد کې د وسله والو پر ضد ځپونکي عملیات پیل کړئ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید عبدالملک بدرالدین حوثي” یمني ځواکونو ته امر کړی، چې د هېواد دننه د وسلهوالو ډلو پر ضد پراخ او ځپونکي عملیات پیل کړي.
نوموړي ویلي، وسلهوالې ډلې د یمن د ثبات، امنیت او خپلواکۍ پر ضد د بهرنیانو په اشاره فعالیت کوي او باید ژر تر ژره له منځه یووړل شي.
حوثي ټینګار کړی، چې یمني ځواکونه دې د ملت د امنیت لپاره قاطع اقدامات وکړي، څو هېواد د داخلي او خارجي دسیسو له خطره وژغورل شي.
د ویلو ده، چې د انصارالله بنسټګر او روحاني مشر دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د یمن په ځینو سیمو کې د القاعدې، سعودي او اماراتو له ملاتړه د برخمنو وسله والو ډلو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي، که څه هم نښتې د یادو ډلو ترمنځ روانې دي؛ خو د حوثي له څرګندونو ښکاري، چې د یمن مرکزي حکومت هڅه کوي د یادو ډلو د فعالیتونو مخه ونیسي.



