هرات: د ۱۲۰ میلیونه ډالرو په پانګونه د المونیمي قطیو د تولید لومړني شرکت بنسټ ډبره کېښودل شوه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات ولایت کې د پامیر المونیمي قطیو د تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده.
د معلوماتو له مخې، دا په افغانستان کې د المونیمي قطیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې د ۱۲۰ میلیونه ډالرو په پانګونې جوړېږي.
یاد شرکت به په ۱۶ جریبه ځمکه جوړ شي او د فعالیت له پیل سره به ۱۷۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي.
همدارنګه ټاکل شوې، چې نن د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال له لوري په هرات ولایت کې د ۳.۹۸ میلیارد افغانیو په ارزښت د برېښنا د انتقال او توزیع نهه سترې پروژې ځینې پیل او ځینې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.



