کابل ټکی کام (شنبه، ۶مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د ورځني راپور له مخې، د جمعې په ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۵۰۱ کډوالې کورنۍ، چې ۲۷۳۰ تنه غړي لري، په اجباري ډول هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
دا کډوال د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، ورېښمو لارې او اسلام کلا له لارې ننګرهار، کندهار، هلمند، نیمروز، هرات او کابل ولایتونو ته داخل شوي دي.
راپور زیاتوي، چې په همدې ورځ ۹۷۵ کډوالې کورنۍ او ۵۵۷۲ تنه افراد له سرحدي سیمو او کابل څخه بېلابېلو ولایتونو ته ولېږدول شول، له ۷۴۲ کورنیو سره نغدي مرستې وشوې، ۵۶۲ سیمکارتونه وېشل شوي او زرګونو کسانو ته روغتیايي، خوراکي، ترانسپورټي او عامه پوهاوي خدمات وړاندې شول.















