د یمني ځواکونو عملیاتو کې حکومت ضد وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (شنبه، ۶ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

یمني رسنیو راپور ورکړی، چې حکومتي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې عملیات کړي، چې پر مهال یې حکومت ضد وسله‌والو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

راپورونه زیاتوي، چې عملیات د یمن په مارب، شبوه او البیضاء ولایتونو کې ترسره شوي، چې پکې درنې نښتې شوې او ګڼو وسله والو ته تلفات اوښتي دي.

د انصارالله اسلامي غورځنګ د رسنیو د دفتر مشر “نصرالدین عامر” کابل ټکی کام ته ویلي، چې عملیاتو کې یې ګڼ شمېر سپکې-درنې وسلې، مهمات او نظامي تجهیزات هم نیولي دي.

بل لور ته حکومت ضد وسله‌وال د ځینو سیمو د نیولو هڅې کوي؛ خو د یمني ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ دي.

مربوطه مطالب

Back to top button