مهترلام ښار کې د ۶.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د کانال او پلچکونو جوړيدو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۶ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د لغمان ولایت په مهترلام ښار کې د ښاروالۍ له داخلي بودجې څخه د دویمې ناحیې اړوند قبایلو ریاست مخې ته د ۸۳۰ مترو اوږد کانال او پنځو پلچکونو د جوړېدو چارې پیل شوې، چې ارزښت یې ۶.۵ میلیونه افغانۍ دی.
دغه پروژه به د یوې میاشتې په موده کې بشپړه شي او ورسره به د فاضلابو اوبو بهیر منظم شي او سیمه له چټلیو خوندي وساتل شي.
د روان مالي کال په ترڅ کې د مهترلام ښاروالۍ د ۱۰۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۲ پروژې پلان کړي، چې تر اوسه یې د پنځو چارې پیل شوې دي.



