کابل ټکی کام (شنبه، ۶ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د مرغومي (جدي) د شپږمې، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د ۴۶مې کلیزې په مناسبت مراسمو کې وویل، چې د افغانستان اشغال د اشغالګرو لپاره ستره تېروتنه وه او هغوی په دې هېواد کې له تاریخي ماتې سره مخ شول.
نوموړي ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د درېیو امپراتوریو ماته د نورو لپاره د عبرت درس دی او دا ماته په نړیواله کچه هم د اشغالګرو د زوال لامل شوې ده.
ښاغلي متقي وویل، افغانستان له یوې خوا د امپراتوریو هدیره ده او له بلې خوا یې د اشغالګرو په ماتولو سره سیمې او نړۍ ته خیر رسولی دی.
هغه زیاته کړه، افغانان د بېلابېلو پېښو پر مهال، د ګاونډي هېواد سره د وروستي کړکېچ، د کډوالو راستنېدو او طبیعي پېښو پر وخت سره متحد شوي او د یو بل لاسنیوی یې کړی، همداراز افغانستان له اقتصادي پلوه بدیلې لارې موندلې او دا مهال په ګڼو اړینو توکو کې پر ځان بسیا شوی دی.

















