صهیونیستي استخبارات: د حماس په رهبرۍ کې مو یو جاسوس هم پیدا نه کړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۶ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د یدعوت احرونوت ورځپاڼې د راپور له مخې، اسرائيلي استخباراتي ادارې شاباک او موساد نه‌ دي توانېدلي، چې د حماس د مشرانو تر منځ په تېرو شلو کلونو کې یو هم جاسوس پیدا کړي.

راپور زیاتوي، چې که څه هم اسراییلي استخباراتو له کلونو راهیسې پراخې هڅې کړې، څو د حماس د قیادت دننه یو جاسوس ځای پر ځای کړي؛ خو له ټولو هڅو سره سره یې هدف نه‌ دی ترلاسه کړی.

الجزیره وايي، چې دا معلومات د اسراییلي استخباراتي ادارو د پخوانیو چارواکو له خولې خپاره شوي او دا د حماس د غړو ترمنځ د لوړې وفادارۍ نښه بلل شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button