نتنیاهو امریکا ته روان شو؛ له ټرمپ سره د غزې دویم پړاو او د ایران پر موضوع خبرې کوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۷ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د اسرائیلو راډیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد لومړی وزير بنیامین نتنیاهو نن سهار د امریکا پر لور روان شوی، څو سبا دوشنبې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

د راپور له مخې، نتنیاهو به ټرمپ ته روښانه کړي چې اسرائیل د غزې د اوربند د تړون دویم پړاو ته تر هغه مهاله نه ځي، څو د حماس وسلوالو ډلو بې‌وسلې کېدل عملي نه شي.

همداراز ویل شوي، چې د اسرائیلو لومړی وزير به له امریکايي ولسمشره وغواړي، څو په راتلونکي کې پر ایران د احتمالي پوځي برید لپاره د واشنګټن شین څراغ ترلاسه کړي.

راپورونه زیاتوي، چې د نتنیاهو دا سفر د سیمې د روانو ترینګلتیاوو او د غزې د وضعیت په تړاو مهم بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button