کابل ټکی کام (يکشنبه، ۷ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، نړیواله ټولنه باید دا واقعیت ومني چې د افغانستان اسلامي امارت د دغه هېواد واقعي حاکمیت دی او له دې حقیقت څخه سترګې نه شي پټولای. نوموړي دا څرګندونې د روسیې د «میګیمو» پوهنتون په یوې علمي ناسته کې کړې دي.
د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا د راپور له مخې، عراقچي د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو مهمې ننګونې یادې کړې او ویلي یې دي چې د امنیت، سرحدونو، اوبو، نشهيي توکو او کډوالۍ په څېر مسایل د دوامدارو او جدي خبرو له لارې مدیریت کېدای شي.
هغه ټینګار کړی چې کابل او تهران باید دايمي تماسونه ولري، څو د دواړو ملتونو ګډې ګټې خوندي شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي، هېواد یې د افغانستان له اوسني حکومت سره د خبرو دوام ته ژمن دی او دا تګلاره د سیمهییز ثبات او ګډو ګټو لپاره مهمه بولي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په وروستیو کلونو کې د کابل او تهران ترمنځ سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي.


















