ایراني پوځ: له اسرائیلو سره د هرې نوې جګړې لپاره بشپړ چمتو یو

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۷ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د ایران د پوځ د ځمکنيو ځواکونو د اجرائیوي چارو مرستیال، کریم تششک، ویلي چې د ایران پوځ له اسرائیلو سره د هر ډول نوې جګړې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

نوموړي ټینګار کړی چې د «۱۲ ورځنۍ جګړې» تجربې د تهران عزم نور هم پیاوړی کړی دی.

تشـشک د شنبې په ورځ په خپلو مطبوعاتي څرګندونو کې وویل، ایران اوس د بېلابېلو ګواښونو پر وړاندې د مقابلې لپاره لا زیات تمرکز کړی او د دفاعي وړتیاوو د لوړولو بهیر په جدي ډول روان دی.

د هغه په وینا، د ایران په دفاعي تجهیزاتو کې د پام وړ پرمختګونه شوي، چې پکې د بې‌پیلوټه الوتکو، د توغندیو بېلابېل ډولونه او دقیقې، اوږد واټن‌وېشتونکې وسلې شاملې دي، څو هېواد وکولای شي هر احتمالي ګواښ ته اغېزمن ځواب ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button