کابل ټکی کام (يکشنبه، ۷ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلي رژیم له لوري له سومالیا فدرالي جمهوریت څخه د «صوماليلنډ» په نوم د سیمې د خپلواک دولت په توګه په رسمیت پېژندل په کلکه غندلي دي. وزارت ویلي، دا اقدام د یوه اسلامي هېواد د وېش هڅه ده او د نړیوالو قوانینو، د سومالیا د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بلل کېږي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې دغه ډول یو اړخیز اقدامات د سیمې د سولې او ثبات لپاره منفي پایلې لري او هېڅ ډول مشروعیت او قانوني حیثیت نه لري. د اسلامي امارت په وینا، د سومالیا د خاورې پر وړاندې هر ډول پرېکړه باید د یاد هېواد د مرکزي حکومت او ولس له ارادې سره سم وي.
د يادولو ده، چې اسرائیلي اشغالګر رژيم د جمعې په ورځ لومړنی سیاسي رژیم شو چې د یو اړخیز اعلان شوې «د صوماليلنډ جمهوریت» يې د خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژاند.


















