د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ګوندي ټاکنې کوي- مخکښ کاندیدان څوک دي؟

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۷ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې، د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د خپل پخواني مشر “شهید اسماعیل هنیه” له شهادت وروسته د نوي سیاسي مشر د ټاکلو لپاره ګوندي ټاکنې کوي.

د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر غړي او ویاند “حسام بدران” کابل ټکی کام” ته ویلي، چې د غورځنګ د منشور له مخې سرپرست مشر تر ډېرې مودې نه شي کولی، چې د غورځنګ مشري وکړي.

د نوموړي په خبره د مشرتابه لپاره دوه مخکښ نوماندان دي، چې یو یې د حماس پخوانی مشر “خالد مشعل” او بل یې د سیاسي دفتر مرستیال “خلیل الحیّه” ده.

سرچینې وايي، چې خلیل الحیّه د حماس دننه پراخ ملاتړ لري او ممکنه ده، چې ټاکنو کې بریا خپله کړي.

بل‌ لور ته خالد مشعل، چې مخکې د حماس د سیاسي دفتر مشر پاتې شوی، چې د منځلارو او سیاسي حل‌ پلوي بلل کېږي او له قطر او نورو منځګړو هېوادونو سره نږدې اړیکې لري.

کارپوهان وايي، چې د حماس راتلونکی مشر به د غورځنګ سیاسي او نظامي سیاستونه، سیمه‌ییزې اړېکې، او له اسراییلو سره د روانې جګړې اړوند موقفونه مشخص کړي.

د ټاکنو پروسه د حماس د داخلي شورا او سیاسي دفتر د غړو له خوا په پټه ترسره کېږي، څو د امنیتي فشارونو مخنیوی وشي.

د یادونې وړ ده، چې دغه ټاکنې د چغزې جګړې له خونړیو پیښو وروسته ترسره کېږي او د حماس نوي مشر به د جګړې، اوربند او سیاسي تعاملاتو په برخو کې کلیدي نقش ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button