کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید عبدالملک بدرالدین حوثي” خبرداری ورکړی، چې د صومالیا په خاوره کې به د هر ډول اسرائيلي شتون پر ضد پوځي اقدام وکړي.
نوموړي ویلي، چې د اسراییلو حضور په صومالیا کې د ټولې سیمې لپاره امنیتي تهدید دی او انصارالله ځواکونه به یې پوځي هدف وبولي.
حوثي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په وروستیو کې راپورونه خپاره شوي، چې اسراییلي استخباراتي او پوځي کارکوونکي د افریقا په ختیځو سواحلو کې فعالیت کوي، څو د یمن او غزې جګړې ته استخباراتي ملاتړ برابر کړي.
انصارالله مخکې هم خبرداری ورکړی و، چې د سرې بحیرې، بابالمندب، او نږدې سیمو کې به د اسراییلو یا له دوی سره د تړلو هېوادونو د کښتیو پر وړاندې جدي دریځ غوره کړي.


















