کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د غزې د ملکي دفاع ادارې ویلي، چې د اوربند له اعلان وروسته اسرائیلي اشغالګرو د اوربند تړون ۹۶۹ ځله نقض کړی چې د دغو سرغړونو په ترڅ کې پر ملکي وګړو ډزې شوي، پوځي وسايط داخل شوي او ګڼ استوګنیز کورونه او ملکي ودانۍ بمبار او نړول شوي دي.
د ادارې د معلوماتو له مخې، د دغو سرغړونو په پایله کې تر اوسه ۴۱۸ کسان شهیدان شوي او ۱۱۴۱ نور ټپیان دي.
چارواکي زیاتوي، چې د تلفاتو ډېره برخه ملکي وګړي جوړوي او دا کړنې له اوربند ښکاره سرغړونه ده.
بل لور ته، غزې ته د بشري مرستو د داخلېدو بهیر هم له جدي ستونزو سره مخ دی؛ په تېرو ۸۰ ورځو کې یوازې ۱۹ زره او ۷۶۴ مرستندویه لارۍ داخلې شوې، حال دا چې د پلان له مخې باید ۴۸ زره لارۍ غزې ته رسېدلې وای.
د مرستو کمښت د خوړو، درملو او سون توکو بحران لا پسې ژور کړی دی.


















