ولسمشر پوتین: که اوکراین خبرو ته حاضر نه‌شي د جګړې له لارې به یې سرنوشت وټاکو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د روسیې ولسمشر “ولادیمیر پوتین” ویلي، که له اوکراین سره روانه شخړه د خبرو له لارې حل نه‌شي، نو روسیه به یې ډېر ژر د جګړې له لارې حل کړي.

پوتین ټینګار کړی، چې مسکو له کلونو راهیسې هڅه وکړه خپلې غوښتنې د خبرو له لارې مطرح کړي؛ خو داسې ښکاري چې اوکراین جدي نه‌دی او د هواري هیله له منځه تللې ده.

نوموړي له امریکا غوښتنه کړې، چې نور دې د اوکراین په مسئله کې خنډونه نه جوړوي او د شخړې پر اوږدیدو دې نور تاکید نه کوي.

د پوتین څرګندونې داسې مهال دي، چې د اوکراین جګړه لا هم روانه ده او دواړه خواوې یو بل د شخړې په اوږدیدو تورنوي.

مربوطه مطالب

Back to top button