کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
په مکسیکو کې د اورګاډي د یوې خونړۍ پېښې له امله ۱۳ تنه مړه شوي او ۹۸ نور ټپیان دي.
راپورونه وايي، دغه پېښه د اوساکا ښار په مربوطاتو کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو مسافر وړونکی اورګاډی د اوساکا نیزندا ښارګوټي ته نږدې له پټلۍ ووت او واوښت.
د معلوماتو له مخې، د پېښې پر مهال ۲۴۱ مساپر په اورګاډي کې سپاره وو.
بل لور ته، د اوساکا والي د یادې پېښې له امله خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې ایالتي او فدرالي ادارې د قربانیانو د ژغورنې او درملنې لپاره په ګډه کار کوي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې د پېښې د لاملونو د څېړنې لپاره به جدي اقدامات وشي.


















