بدخشان کې پولیسو تاجکستان ته د ۴۰ رأسه مواشیو د قاچاق مخه ونیوله

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د بدخشان د امنیې قومندانۍ خبرپاڼه وایي، چې د دې ولایت پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې تاجکستان ته د ۴۰ رأسه مواشیو د قاچاق مخه نیولې ده.

د امنیې قومندانۍ ویاند، احسان‌الله کامگار ویلي، چې دغه عملیات د اشکاشم ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شوي او پولیسو تر مشکوکو تحرکاتو له څار وروسته پر وخت اقدام کړی دی.

د نوموړي په وینا، قاچاقبران غوښتل یاد مواشي د شپې په تیاره کې او په غیرقانوني ډول ګاونډي هېواد ته انتقال کړي، خو امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او د قاچاق مخه نیول شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button