کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د ورځني کاري راپور له مخې، د یکشنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۵۴۳ کډوالې کورنۍ، چې ۲۸۲۷ تنه غړي لري، په اجباري ډول هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
یادې کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو لار، بهرامچې او اسلامکلا له لارې ننګرهار، کندهار، نیمروز، هلمند، هرات او کابل ولایتونو ته داخلې شوې دي.
راپور زیاتوي، چې په همدې ورځ ۸۲۲ کډوالې کورنۍ، چې ۳۶۳۸ تنه غړي لري، له سرحدي سیمو او کابل څخه د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي ډول لېږدول شوې دي او د ټرانسپورټ په بدل کې میلیونونه افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د معلوماتو له مخې، له ۶۹۹ کډوالو کورنیو سره نغدي مرستې شوې، ۶۷۳ سیمکارتونه په وړیا ډول وېشل شوي او زرګونو راستنېدونکو ته روغتیايي، خوراکي، مخابراتي او عامه پوهاوي اړوند خدمات وړاندې شوي دي.


















