مولانا فضل الرحمن: د افغانستان-پاکستان اړېکو د ښه والي لپاره باید د علماوو هڅې مثبتې وبلل شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني له هغو وروستیو څرګندونو هرکلی کړی، چې پکې یې د پاکستاني دیني عالمانو له مشورو ملاتړ څرګند کړی دی.

مولانا فضل الرحمن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړېکو د ښه والي او د سولې د ټینګښت په موخه د علماؤ هڅې باید د واکمنو له‌خوا مثبتې وبلل شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې دا لړۍ باید نوره هم پیاوړې شي، څو پاکستان-افغانستان او ټوله سیمه د سولې، ثبات او متقابل تفاهم مرکز وګرځي.

مربوطه مطالب

Back to top button