ولسمشر ابراهیم ترواوري: له روسیې سره د لوېدیځ پر وړاندې ګډ دریځ لرو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د بورکینا فاسو ولسمشر “ابراهیم ترواوري” ویلي، چې هېواد یې له روسیې سره یو ځای د لوېدیځو هېوادونو پر وړاندې ګډ دریځ غوره کړی دی.

نوموړي څرګنده کړې، چې لوېدیځ قوتونه په دوامداره توګه د بې‌وزلو ملتونو شتمنۍ لوټي او د هغوی د خپلواکۍ پر وړاندې خنډونه جوړوي.

ترواوري ټینګار کړی، چې د خپل هېواد، ولس او شتمنیو د دفاع لپاره به هېڅکله استعماري کړنو ته اجازه ورنه‌ کړي.

د بورکینا فاسو ولسمشر د خپلو څرګندونو پر مهال د امریکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” هم وغنده او ویې ویل، چې نوموړی قصداً په نړۍ کې د جګړو د پراخېدو لامل ګرځي.

نوموړي ویلي، چې اوس وخت رارسېدلی، څو افریقایي هېوادونه له لوېدیځ څخه خپل سیاسي، اقتصادي او پوځي استقلال تر لاسه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button