سوریه کې د حزب التحریر مشر احمد عبدالوهاب په لس کلن زندان محکوم شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

په سوریه کې د حزب‌التحریر ډلې مشر “احمد عبدالوهاب” ته د لسو کلونو بند سزا اورل شوې ده.

حزب التحریر ادعا کړې، چې نوموړی تر دې مخکې د صیدنایا زندان کې پخواني حکومت سره بندي و چې د اسلامپالو تر واکمنېدو وروسته له زندان څخه خوشې شوی و.

د ویلو ده، چې د دمشق حکومت تر دې دمه د یاد سوریایي عالم د نیولو، محکمې او سزا په اړه څه نه دي ویلي؛ خو حزب التحریر ته نږدې سرچینو ادعا کړی، چې نوموړی یاد ګوند ته د تبلیغ په تور نیول شوی ده.

مربوطه مطالب

Back to top button