کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د «حنظله» په نامه د هیکرانو ډلې ادعا کړې، چې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دفتر د رئیس “تساحي برافرمان” موبایل یې هک کړی او د نتنیاهو اړوند حساسو او محرم معلوماتو ته یې لاسرسی پیدا کړی دی.
دغه ډله وایي، چې ډېر ژر به د نتنیاهو د واک، اخلاقي فساد، مالي درغلیو او پټو معاملو اړوند اسناد او شواهد خپاره کړي.
یاده ډله، چې مخکې یې د پخواني لومړي وزیر “نفتالي بینېټ” ټیلیګرام حساب هم هک کړی و، دا ځل خپل عملیات “د دروازې ساتونکي سقوط” نومولي دي.
حنظله ویلي، چې د “آیفون ۱۶ پرو مکس” له لارې یې د برافرمان چټونه، اسناد او اړېکې تر لاسه کړې، چې پکې د رشوت، فساد، واکغوښتنې، او باج اخیستنې تفصیلات شامل دي.
برافرمان، چې تازه د اسراییلو د سفیر په توګه بریتانیا کې ټاکل شوی، د نتنیاهو تر ټولو نږدې او راز سړی بلل کېده.
هیکري ډلې ادعا کړې، چې همدا “دروازې ساتونکی” اوس د اسراییلي نظام تر ټولو لوی کمزوری ټکی ګرځېدلی دی.

















