کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې د تېرې یوې میاشتې پر مهال په کابل ښار او اوو ولایتونو کې د کرایو د څرنګوالي په تړاو له ۳۷۰ څخه د زیاتو د رهنمای معاملاتو دفترونو او رهایشي بلاکونو څارنه کړې ده.
د عدليې وزارت د خبرپاڼې له مخې ، د قوس میاشت کې یوازې په کابل ښار کې ۱۴۵ د رهنمای معاملاتو دفترونه او ۶۶ رهایشي بلاکونه وکتل شول، چې د غیرقانوني معاملو او د اسنادو د نشتون له امله یو رهایشي بلاک هم تړل شوی دی.
د کمېټې ولایتي ټیمونو په هرات، پروان، تخار، کندز، ننګرهار، غور او سمنګان ولایتونو کې هم ۱۶۱ دفترونه او بلاکونه څېړلي دي.
یادو ټیمونو ټینګار کړی چې کرایه باید د ټاکلي سقف مطابق وي، د ۱۴۰۳ کال په پرتله له لس سلنې زیاتوالی ونه لري، او ټولې معاملې دې د رسمي رهنمای معاملاتو له لارې ترسره شي.


















