افغان ملي لوبډله نن د هند ممبي کې له انګلستان سره مخ کیږي

کابل ټکی کام ۰۴حمل/۱۳۹۵، ارین خان
د نړیوال شل اوریز جام په درېیمه مرحله کې افغان ملي لوبډله نن د انګلستان ملي لوبډلې سره مخ کیږي.
افغان ملي لوبډلې چې په لومړۍ مرحله کې له سرېلانکا، په دویمه مرحله کې له جنوبي افریقا او نن به په درېیمه مرحله کې له انګلستان سره لوبه کوي.
افغان ملي لوبډلې د سرېلانکا او د جنوبي افریقا په وړاندې ماتې وخوړه، خو د تمې خلاف یې تر ډېرو ملي لوبډلو ښه لوبه وکړه.
د افغان ملي لوبډلې لوبو د نړیوالو رسنیو تر څنګ نړیوال کرکټ پوهان هم وغږول.
د کرکټ مبصرینو وویل:
«افغان ملي لوبډله باید د کرکټ د نړیوالو سیالیو برخه شي، چې دغه ټیم د پخوا په پرتله مثبت لور ته تللی دی، او شهزاد محمدي د دغې لوبډلې لپاره د هیرو مثال لري.»
هندي ورځپاڼې:
«افغان ملي لوبډله یو زړه ور ټیم دی، دوی دنیا ته د خپل هېواد یوه بله څهره ښودلې.»
همدا راز انډیا ټوډي لیکلي دي، چې جنوبي افریقې له افغانستان سره داسې لوبه کوله، لکه د استرالیا سره چې لګیا وي.»
دوی ویلي دي، مونږ په دې فکر وو، چې افغانان به یوازې په بزکشي کې تکړه وي، خو دوی کرکټ هم له نورو ښه کوي.»
د افغان کرکټ بورډ مرستیال عزیزالله فضلي ویلي دي، چې دغه لوبه به نن د هندوستان په ممبي ښار کې د کابل په ۲:۰۰ بجو ترسره کیږي.
د یادولو ده، چې د افغان ملي لوبډلې بله سیالي به له ویسټنډیز سره وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button