د انګلستان لوبغاړی معین علي: «باید مونږ په احتیاط ولوبیږو، ځکه افغان ټیم یو خطرناک ټيم دی»

کابل ټکی کام ۰۴حمل/۱۳۹۵، ارین خان
د انګلستان د ملي لوبډلې یوه لوبغاړي معین علي پرون د هند پلازمینه نوي ډيلي کې رسنیو ته د خبرو پر مهال وویل، چې دوی باید د افغان لوبډلې په وړاندې په احتیاط ولوبیږي، له هغوی سره لوبه کول اسانه نه دي، هغه یو خطرناک ټيم دی.
معین علي د انګلستان ال راونډر لوبغاړی دی، چې هم بالر دی، او هم بېټسمن دی.
انګلستان ملي لوبډله چې د ۲۰۱۰م کال د شل اوریز جام قهرمان دی، د روان کال د شل اوریز جام په سیالیو کې یې جنوبي افریقې ته داسې ماتې ور کړه، چې هغوی ورته ۲۳۰ منډې هدف ټاکلی وو، خو انګلستان ډېر په ښه انداز یاد هدف ته ځان ورساوو.
انګلستان د روان کال په شل اوریز جام کې لومړۍ لوبه د ویسټنډیز په وړاندې بایللې، او دویمه لوبه یې له جنوبي افریقا څخه ګټلې ده، او درېیمه لوبه به یې نن د ماسپښین په دوو بجو له افغان ملي لوبډلې سره وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button