ذبیح الله مجاهد: تېر کال له نړۍ سره په دیپلوماسۍ کې مهم پرمختګونه شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې اسلامي امارت د تېرو دولس میاشتو په موده کې له نړۍ سره د ډیپلوماسۍ او بهرنیو اړیکو په برخه کې د پام‌وړ پرمختګونه کړي دي.

نوموړي ویلي، چې په دې موده کې د روسیې له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې تر څنګ، د ریاست‌الوزرا د مرستیالانو او د کابینې د یو شمېر نورو وزیرانو په ګډون حکومتي چارواکو ۹۹ رسمي بهرني سفرونه کړي دي.

د مجاهد په وینا، دغه سفرونه د اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي او په ښه‌نیت د ولاړو ډیپلوماتیکو اړېکو د پراختیا په موخه ترسره شوي، چې د هېواد د سیاسي تعامل، باور جوړونې او سیمه‌ییزې همکارۍ د پراخولو لپاره ګټور ثابت شوي دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې اسلامي امارت هڅه کوي له ټولو هېوادونو سره پر متقابل احترام ولاړې اړیکې ولري او د نړۍ له هېڅ هېواد سره د دښمنۍ سیاست نه‌لري.

مربوطه مطالب

Back to top button