کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د افریقا د درېو هېوادونو؛ مالي، بورکینا فاسو او نایجریا پوځي مشرانو اعلان کړی، چې له دې وروسته به امریکایي وګړي او چارواکي د دوی هېوادونو ته د تګ اجازه و نه لري.
د راپورونو له مخې، دغه بندیز د امریکا له لوري د یادو هېوادونو د حکومتونو پر ضد د فشارونو، بندیزونو او لاسوهنو په غبرګون کې لګول شوی دی.
یاد هېوادونه، چې اوسمهال پکې پوځي مشران واکمن دي، له فرانسې سره هم خپلې اړیکې پرې کړې او په وار وار یې له بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده.
د دغو هېوادونو رهبرانو ویلي، دوی غواړي د خپلواکو ملتونو په توګه د خپلو داخلي چارو واک له بهرنیو قدرتونو پرته وساتي او خپل ملي حاکمیت خوندي کړي.
















