ټرمپ: سعودي عربستان له اسرائیلو سره د رسمي اړیکو جوړولو هڅه کوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د سعودي عربستان مشرتابه غواړي له اسرائیلو سره خپلې اړیکې نږدې او رسمي کړي.

نوموړي څرګنده کړې، چې د سعودي چارواکو له ده سره په لیدنو کې اعتراف کړی، چې د اسرائیلي حکومت سره د رسمي اړیکو ټینګښت ته لیوال دي او دغه موضوع ته په مثبته سترګه ګوري.

ټرمپ زیاته کړې، چې د ریاض او تل‌ابیب تر منځ د اړېکو عادي‌کولو هڅې له څو کلونو راهیسې روانې دي او تمه ده چې دا بهیر به نهايي پایلو ته ورسېږي.

هغه د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ د دورې یادونه هم کړې، چې پکې یې د ابراهیمي تړون تر چتر لاندې د یو شمېر عربي هېوادونو او اسرائیلو تر منځ د اړېکو عادي‌کولو ته زمینه برابره کړه.

مربوطه مطالب

Back to top button