کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د سوډاني پوځ ویاند “نبیل عبدالله” اعلان کړی، چې د چټک ملاتړ ملېشو له لوري د پلازمېنې خرطوم په یو شمېر مهمو سیمو ترسره شوی برید یې شنډ کړی او هغوی ته یې درنه مرګژوبله اړولې ده.
د پوځ ویاند ویلي، چې دغه بریدونه د ښار پر نظامي او مهمو دولتي تأسیساتو متمرکز وو؛ خو د پوځ ځانګړو قطعو یې پر وړاندې کلکه مقابله وکړه او د هغوی پلانونه یې شنډ کړل.
نوموړي زیاته کړې، چې جګړه څو ساعته روانه وه او د چټک ملاتړ ملېشو لسګونه جنګیالي وژل شوي او ګڼ نور یې ژوندي نیول شوي دي.
د سوډان پلازمېنه خرطوم له تېرو څو ۳ کلونو راهیسې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ د خونړیو نښتو شاهد ده، چې پکې زرګونه کسان وژل شوي او ښاري ژوند سخت اغېزمن شوی دی.

















