کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس په غزه کې هغه کسان اعدام کړي، چې د صهیونیستي رژیم لپاره یې جاسوسي کوله او د مقاومت د مشرانو، په ځانګړي ډول د القسام لېوا د قوماندان “محمد ضیف” د شهادت په هڅو کې یې لاس درلود.
راپورونه وایي، دغه جاسوسان او داخلي مزدوران له اوږدې مودې راهیسې د اشغالګرو استخباراتو ته معلومات ورکول او د مقاومت د مشرانو، تحرکاتو او استوګنځایونو جزئیات یې ورسپارل.
د غزې امنیتي سرچینو ویلي، چې د دغو کسانو دوسیې له بشپړو قضایي مراحلو تېرې شوې وې او تر ثابتېدو وروسته ورته د اعدام سزا ورکړل شوې.
اسلامي مقاومت ټینګار کړی، چې د صهیونیستي رژیم لپاره د جاسوسۍ مرتکبین به د سختو سزاوو سره مخ شي او هیڅوک به ونهشي کولی د غزې امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

















