کابل پلچرخي زندان کې ښځینه بندیانو د ناوړه شرایطو په غبرګون یو شمېر ودانیو ته اور اچولی

کابل ټکی کام ۰۴حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له کابل څخه په ور کړل شویو خبرونو کې راغلي دي، چې د کابل په پلچرخي زندان کې ښځينه بندیانو د ناوړه شرایطو په وړاندې یو شمېر ودانیو ته اور اچولی دی.
خبر وایي، چې ښځینه بندیانو لومړۍ په زندان کې دننه د ناوړه شرایطو پر خلاف مظاهره کړې ده، او بیا وروسته یې ودانیو ته اور اچولی.
د خبر له قوله چې ښځینه بندیانو یو کس یرغمل کړی هم دی.
باید ووایو، چې وړاندې هم د هېواد د یو شمېر ولایتونو په زندانونو کې بندیانو د ناوړه شرایطو په غبرګون کې خولې وګڼډلې، او د نه خوړلو اعتصاب یې کړی وو.
دولتي چارواکو که څه هم له بندیانو سره ژمنه کړې وه، چې د ژوند په شرایطو کې به یې بدلون راولي، خو په هره برخه کې حالات ورځ تر بلې د بدترۍ لور ته روان دي.
د یادولو ده، چې د پلچرخي زندان د ۵۰۰۰ کسانو لپاره جوړ شوی، خو اوسمهال په دغه زندان کې ۷۴۰۰ بندیان دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button