د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین له جګړو وروسته د ملي امنیت مسئولینو د خلکو ژوند ترېخ کړی

کابل ټکی کام ۰۴حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د تېر کال ۱۳۹۴هـ،ش د سلواغې پر ۴مه نېټه د افغان ځواکونو او د طالبانو تر منځ سخته جګړه ونښته، دغه جګړه له لسو ورځو واوښته، چې د جګړو له امله د طالبانو په پرتله افغان ځواکونو ته زیاته مرګ ژوبله واوښته.
دا مهال له بغلان ولایت څخه خبرونه ښایي، چې افغان ځواکونه په یادو جګړو کې د تلفاتو انتقام له عام ولس څخه اخلي.
په یادو جګړو کې د افغان ځواکونو له لورې د عامو خلکو کورونه او مساجد هم وران کړی شول، چې ولس یې د بیا جوړونې وس نه لري، او غواړي چې له یادو سیمو څخه د بغلان ښار ته ولاړ شي.
خو د بغلان ولایت د ملي امنیت رئیس خپلو سرتېرو ته امر کړی دی، چې څوک له ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین سیمو څخه ښار ته ځي، ودې نیول شي.
له بغلان ولایت څخه خبرونه وایي:
«ښار ته راغلي کلیوال چې ونیول شي، نو د ملي امنیت د کارکوونکو له لورې په یو نیم لک افغانیو بېرته خوشي کیږي.»
بغلاني خبري سرچینې وایي، چې هلته د قومیت پر سر هم جګړې روانې دي، او توکمیزو اختلافاتو ته لمن وهل کیږي.
سرچینې وایي، چې امنیتي ځواکونه په بغلان کې د ماشومانو لپاره جوړ شوي ښوونځي ورانوي، او پر ځای یې خپلې پوستې جوړوي.
دغو سرچینو ویلي دي، که مرکزي دولت د سیمې ستونزو ته پام ونه کړي، د قومیت پر سر جګړه ماران چارواکي تبدیل نه کړي، د خلکو زړونه خپل نه کړي، نو ډېر ژر به په یادو سیمو کې مېشت خلک د طالبانو لیکې لا پیاوړې کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button